دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 217479
په ننګرهار کې د محبس وروستۍ پېښې د ۵۴ شهيدانو کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشوه.
په ننګرهار کې د محبس وروستۍ پېښې، کوز کونړ، اچين او خوږياڼو ولسواليو د ۵۴ شهيدانو کورنيو او ټپيانو سره د يو ميليون او اتيا زره افغانيو په مالي لګښت د ديارلس قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه. د يادې مرستې د وېش پر مهال د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د کومک ادارې په يو ميليون او اتيا زره افغانيو مالي مرسته د محبس او يو شمېر نورو پېښو د څلور پنځوس شهيدانو کورنيو او ټپيانو سره د ۱۲ – ۱۲ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي کيټونو مرسته وشوه. نوموړې وويل، چې هرې کورنۍ ته پنځلس لېتره غوړي، اووه کيلو نخود، اووه کيلو لوبيا، اووه کيلو دال، لس کيلو بوره، دوه کيلو چای، پنځوس کيلو وريجې، سل کيلو اوړه او نور توکي ورکړل شول.
https://avapress.com/vdcfeed01w6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته