دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 217573
غني له استاد سیاف سره کتلي
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی. د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی. خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د استاد سیاف د پوښتنې ترڅنګ له هغه سره د هیواد پر روان وضعیت بحث کړی. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغان سولې د پروسې په اړه هم مفصل بحث شوی. ولسمشرغني دغه لیدنه وروسته تر هغه کوي چې په دې ورستیو کې د سولې پروسه له ځينو خنډونو سره مخ شوې او ورځ تر بلې دغه پروسه له ځنډ سره مخ کېږي. ولسمشر د زندانیانو د خلاصون فرمان د لویې جرګې تر پرېکړې وروسته لاسلیک کړ خو لا هم ډېره برخه رندانیان نه دې ازاد شوي او لامل یې هم د ځينو هیوادنو فشار ښودل شوی چې هغوی نه غواړي افغان حکومت دې دغه بندیان ازاد کړي.
https://avapress.com/vdca00nue49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته