د سي ان ان خبري شبکې د پورټ پر بنسټ د فوټبال د تاریخ دغه نومیالي ستوري پرون سه شنبه (اګسټ۲۵/وږی۴) ویلي چې غواړي د خپل تړون هغه ماده عملي کړيچې پر بنسټ یې د تړون پای ته رسول ورته مالي زیان نه رسوي.
ویل کیږي چې ۳۳ کلن مسي دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې تېره اونۍ یې د اروپا په اتلانو لیګ کې له بایرن مونیخ لوبډلې نه ۸-۲ ګوله ماتې وخوړه او له لیګ نه ووته.
له بلې خوا د بارسلونا کلب مشر جوزیف ماریا ویلي چې: "مسي د فوټبال د نړی تر ټولو ښه لوبغاړی دی او هغه باید د خپل تړون د مودې تر پایه بارسلونا سره پاتې شي."
په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې لیونل مسي د بارسلونا سره تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې د ۲۰۲۱ تر جون پورې باید وروسره لوبه وکړي.
د دغه تړون پر بنسټ هر اونۍ ۶۴۵ زره ډالر مسي ته ورکول کېده.
مسي له تېرو شلو کلونو راهیسې د بارسلونا لوبډلې په ګټه لوبه کړې.
- مسي ولې د فوټبال تاریخي لوبغاړی بلل کیږي؟
د فوټبال کارپوهان وايي چې لیونل مسي د فوټبال د تاریخ تر ټولو غوره ستورو په ډله کې دی.
په تاریخ کې مسي یوازینی لوبغاړی دی چې تر اوسه یې د سرو زرو شپږ توپونه ترلاسه کړي دي.
د فوټبال په لوبغاړو کې مسي تر ټول ډېر یعنې پینځه د سرو زرو بوټان هم ګټلي دي.
هغه د هسپانیا د فوټبال په لالیګا لیګ کې تر ټولو ډېر ۴۲۷ ګولونه او د خپلې ملي لوبډلې لپاره یې ۶۸ نړیوال ګولونه ترسره کړي دي.
۳۲ کلن مسي د نړۍ په هغو فوټبالرانو لیست کې دی چې تر ټولو ډېر عاید لري.
د مسي په شتون کې د بارسلونا لوبډلې د اروپا په کچه لږ تر لږه ۲۲ معتبر کپونه ګټلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)