د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز په کډون د پکتیا د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو پر۴۰ مخکښو بزګرانو د زعفرانو درې زره کیلوګرامه پیاز، ۸۰۰ کیلو ګرامه توره سره او ۸۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره وېشل شوي دي.
ښاغلی مومند وویل، چې په دې پروګرام کې هر یوه بزګر ته د زعفرانو ۷۵ کیلوګرامه پیاز، ۲۰ کیلو ګرامه توره او ۲۰ کیلو ګرامه سپینه سره ورکړل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.
هغه وویل، چې د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس