د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه پروان ولایت ته سفر کړی.
د ملي پخلاینې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د پروان ولایت له خلکو سره د خواخوږۍ او د روان وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته تللی.
خبرپاڼه لیکي، عبدالله عبدالله د سېلاب قربانیانو روح ته دعا وکړه او له زیانمنو شوو سیمو یې لیدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې پروان ولایت کې ورستیو اورښتونو له امله په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو په سلګونو کسانو ته مرګژوبله واړوله او په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړي دي.