دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 217698
اتمر: تر راتلونکې يوې اوونۍ پاتې طالب بنديان خوشي کېږي
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير حنیف اتمر وايي، تر راتلونکې يوې اوونۍ پاتې طالب بنديان خوشي کېږي او په دې سره په ټوليز ډول د افغان حکومت له لوري د خوشي شوو طالب بنديانو شمېر ۵۶۰۰ ته رسېږي. نوموړي د امريکا د سولې له انسټيټوټ سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو هم غوښتنه کړې چې په خپلو ژمنو ودرېږي او خوشي شوي زندانیان بايد بېرته جګړې ته ستانه نه شي. اتمر زياته کړې، د يوه خپلواک او يو موټي هېواد په توګه بايد افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ولري او دغه راز په دې هېواد کې د بشر حقونه، د مېرمنو حقونه او د لږکيو حقونه خوندي وي. اتمر له ټولو نړيوالو او سيمه‌‌ييزو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې له سولې، بين‌الافغاني خبرو او اوربند ملاتړ وکړي. اتمر دغه راز خبرداری ورکړی چې د سيمې يو شمېر کړۍ هڅه کوي افغانستان کې د سولې د روانو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بين‌لافغاني خبرې پيل شي. له بل لوري په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، دوی چمتو دي د خپلو زندانیانو د ازادېدو په صورت کې له افغان حکومت سره مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل کړي.
https://avapress.com/vdci3yarvt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته