دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 217729
کابل او تاشکند افغانستان ته د برېښنا پر انتقال هوکړه وکړه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر نن په تاشکند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره له دغه هېواده افغانستان ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پر لېږد هوکړه وکړه. د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو دغه راز د سوداګريزو او ټرانسپورتي اړيکو پر پراختیا هم توافق وکړ. اتمر او کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې پروسې کې د ازبکستان د رول پر اهمیت هم ټينګار وکړ او د سولې به برخه کې يې د سيمې هېوادونو پر اجماع بحث وکړ. د خبرپاڼې په حواله، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان د دغه هېواد په بهرني سياست کې يو مهم هېواد ګڼلی دی او هيله يې څرګنده کړې چې تاشکند ته د حنيف اتمر دغه سفر به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو لا ښه اغېز وکړي. کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې په برخه کې د افغان دولت له دريځ د ازبکستان ملاتړ اعلان کړی دی.
https://avapress.com/vdcdx50xnyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته