دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 217731
کرزی: په افغانستان کې د اوسنيو ټولو ستونزو مسووله امريکا ده
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د اوسنيو ټولو ستونزه اصلي مسووله امريکا ده. کرزي له العربیه ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې سترې تېروتنې کړې دي خو اوس هيله لري د امريکا په منځګړيتوب افغانستان کې بين‌الافغاني خبرې يوې پايلې ته ورسېږي.

نوموړي ټينګار کړی چې امريکا په تېرو دوو لسيزو کې د جګړې يا ترور سياست پر مخ يووړ.

نوموړي زياته کړه:

د امريکې د متحده ايالاتو له لوري جدي تېروتنې شوې دي. دوی افغانستان کې جګړه يا ترور ترسره کړ. دوی د افغانستان کليو ته لاړل، بمبار يې وکړ، د افغانستان خلک يې زندانونو ته واچول. همدا افغانستان کې د اوسنيو ستونزو بنسټ و او له امريکا سره زما د اختلاف اصلي دليل همدا دی.

نوموړي زياته کړه، د خبرو د پیل لپاره بايد د افغانانو تر منځ بين‌الافغاني دښمنۍ او مخالفتونه له منځه لاړ شي، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او بين‌لافغاني خبرې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، د ټولو هيلې يوه یو موټي، سوله‌ييز او باثباته افغانستان ته دي.

کرزي هيله څرګنده کړې چې اوس مهال د سولې لپاره افغانستان کې يو بې ساری فرصت رامنځته شوی دی او دی ډاډه دی چې هوکړه به ترلاسه شي.
https://avapress.com/vdcgwu9xqak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته