د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت د هند په مرسته ملېشه ځواک جوړوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د جمعې د لمانځه خطبه کې ویلي، افغان حکومت د سولې پروسې مخالف دی او د مخالفت تر څنګ په داسې اقداماتو لاس پورې کوي چې پایلې به یې د افغانستان لپاره له خطر ډکې وي.
نوموړي وویل، هند د پاکستان لپاره د سولې له روانې پروسې سره مخالفت کوي او غواړي له افغان حکومت سره په ګډه ملیشه ځواک جوړکړي.
نوموړي دغه راز وویل، افغان حکومت د سولې مخالف دی او نه غواړي چې طالبان د اوسني نطام برخه وګرځي.
حکمتیار دغه راز ویلي. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړولو هڅې روانې دي.
نوموړي دا هم ویلي چې افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې په وړاندې خنډونه رامنځته کړي خو وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه هرو مرو عملي کېږي