کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: افغان حکومت دې له طالبانو سره خبرې پیل کړي

8 سنبله 1399 ساعت 11:24

په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې هلې ځلې زیانمنولی شي روسیې له افغان حکومته غوښتي چې ژر د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي او له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي. مسکو همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې وروستۍ هڅې زیانمنولی شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې دا خبرې کړې دي او ویلي دي د سولې خبرو کې ځنډ د افغان چارواکو لېوالتیا تر پوښتنې لاندې راولي. په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر تازه ویلي چې راتلونکې اونۍ به پاتې طالب بندیان خوشې کړای شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي هر کله چې ددوی پاتې بندیان آزاد شي دوی به په اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرې پیل کړي.



د مطلب کود: 217738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217738/روسیه-افغان-حکومت-دې-له-طالبانو-سره-خبرې-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com