د جاپان لومړی وزیر شینزو ابي وایي، د روغتیایي ستونزو له کبله له دندې استعفا کوي.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي تېره ورځ اعلان وکړ چې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نه شي کولای پر دنده پاتې شي نو غواړي استعفا ورکړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړی د کولمو په التهاب ناروغي اخته دی او ډاکترانو ورته ویلي که یې ناروغي دوامداره شي د کولمو په سرطان هم بدلېدلی شي.
د نوموړي دنده د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې پای ته رسېږي خو هغه ویلي، د ګوند د نوي مشر تر ټاکل کېدو او لومړي وزیر په توګه د پارلمان تر تائید پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د یادولو ده چې شنیزو ابي د جاپان په تاریخ کې دویم لومړی وزیر دی چې ډېر وخت پر دې څوکۍ پاتې شوی تر دې وړاندې د نوموړي تره ایاسکو ساتو د جاپان د لومړي وزیر په توګه تر ډېره وخت دنده ترسره کړې وه.