دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 217769
محب: د نړیوالو له وتلو وروسته به هم نظام دوام لري
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د نړیوالو هیوادونو له ملاتړ پرته هم حکومت کولای شي اوسنی نظام پرمخ بوځي. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په تازه مرکه کې ویلي، که نړیوال هیوادونه د اوسني نظام ملاتړ ونه کړي افغان حکومت د اوسني نظام پر مخ بېولو توان لري او په وخت سره به نوي ملاتړ کوونکي هم پیدا کړي. نوموړي دغه راز ویلي، د لنډ مهالې ادارې د جوړېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي او په خبره یې لنډ مهاله اداره د هیواد په ګټه نه بلکې د کړکېچ سبب ګرځي. محب دغه راز زیاته کړه، د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې بهیر په لار کې د اسانتیاوو برابرونکې ده خو وایي، د بهیر پرېکړه کوونکې نه ده. نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه ولسمشرغني د ملي پخلاینې عالي شورا د غړو نوملړ تائید کړ او ټاکل شوې د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی په روانه اوونۍ کې قطر ته لاړ شي.
https://avapress.com/vdch-qniw23nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته