دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 217795
د حامد کرزي له دفتر څخه نن یکشنبه اګست۳۰مه(وږې۹مه) په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي چې د هیواد د یو وګړي په توګه به د سولې برخه کې خپل هڅې جاروي وساتي،خو زیاتوي چې په هیڅ دولتي تشکیل کې به برخه وانخلي.

په اعلامیه کې راغلي:"پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي."
ښاغلی کرزی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره شپه د ولسمشر غني لخوا د نوموړي نوم د ملي مصالحې عالي شورا د غړو په لېست کې اعلان شو.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.
ارګ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه هم لیږلي دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.
د ارګ لخوا په معرفي شویو کسانو کې مخکنی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgyu9xnak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته