دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 217829
غني: د کمال خان بند کار تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړېږي
ولسمشرغني وایي، د کمال خان بند د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي چې په دې سره به د شپږ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
ولسمشرغني تېره ورځ د عاشورا ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، د کمال خان بند د جوړېدو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي او له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته به د افغانستان د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه:
 دوه میاشتې وروسته به انشاءالله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسئ په دې بند کې په شپږ میلیارد متره مکعب اوبه راټولې شي.
هغه دغه راز زیاته کړه، د دې بند له اوبو به د کندهار او هرات ترمنځ د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې ګټه واخیستل شي.
د کمال خان بند د اوبو د کنټرول تر ټولو مهمه پروژه بلل کېږي چې د جوړېدو چارې یې په ۱۳۴۵ کال کې پیل شوې وې خو پای ته ونه رسېدې.
د یادونې ده چې، د یاد بند د جوړېدو اصلي چارې په درېیو مرحلو کې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې او د درېیم فاز د بنسټ ډبره یې په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشرغني له لورې کېښودل شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewf8wojh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته