دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 217836
بامیان په کلني ډول ۵۲ ټنه شات توليدوي
د بامیانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د بې سارې ودې خبره کوي او وایي، چې په دې ولایت کې د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدیږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د بامیان د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي له قوله راغلي:
نږدې پنځه یا شپږ کاله کیږي، چې په بامیانو کې د شاتو مچیور روزل دود شوی دی او موږ ۷ تر ۸ د شاتو د تولیدي کوپراټیفونو ټولنې لرو، چې دغه ټولنې د پروسس مرکزونه هم لري.
په همدې حال کې د یکاولنګ په ولسوالۍ کې د شاتو د پروسس د مرکز مسوول سیداحمدحسین اسلامي وایي، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ د دې لامل شوې، چې په بامیانو کې د شاتو تولید ډېر شي. هغه وویل:
دکرنې وزارت له خوا د شاتو مچیو د پراختیا پروژې له لارې پر موږ د ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د شاتو مچیو روزنې اړونده توکي ووېشل شول. کوم څه چې زموږ لپاره ډېر د ارزښت وړ دي، شیشه یې بوتلونه دي، چې په شیشه یي بوتلونو کې شات په ښه کیفیت سره ساتل کیږي.
هغه دغه راز زیاته کړه:
موږ دلته د کال درې تر څلور زره کیلو شات پروسسوو او موږ د شاتو له نورو روزونکو څخه هم شات راټولوو. داسې چې د کال په پیل کې موږ هغوی ته د هغوی د اړتیا وړ توکي ورکوو او دکال په پای کې بیا له دوی څخه شات اخلو.
په دې مرکز کې د شاتو پروسس په څلورو پړاوونو کې ترسره کیږي. لومړی د شاتو له کندو څخه اومه مواد د شاتو نوعیت ته په کتو راټول او نمونې ورنه اخیستل کیږي او بیا د ۱۲ تر ۴۸ ساعتونو لپاره په تحویل خونه کې ساتل کیږي. په همدې ترتیب سره په بېلابېلو کیفیتونو او اسټنډرډونو سره شات تولیدیږي.
دغه راز د «ګل زیبا» د کرنیز شرکت اداري مدیر سیدحسین حسیني وايي، چې یاد شرکت څلور ډوله شات تولیدوي. هغه وویل: «موږ څلور ډوله شات لرو، غرنی شات، د رشقې «شبشتې» دګل شات، د سنځلو دګل شات او د شفتلو د ګل شات.»
په ورته وخت کې ددې ولایت د شاتو یوه تنه روزونکې مرضیه وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې فارمونه د ودې په حال کې دي. مرضیه وایي لس کال کیږي، چې د شاتو مچۍ ساتې مخکې یې د شاتو یو صندوق مچۍ درلودې خو اوس لس صندوقه لري.
مرضیې د کرنې له وزارته وغوښتل چې د شاتو مچیو فارم لرونکو ته دې روزنیزې برنامې په لاره واچوي او د شاتو پلور لپاره دې بازارموندنه وکړي.
د بامیانو ولایت په ورس او پنجاب ولسوالیو کې تولید شوي شات، په دې ولسوالیو کې د غرنیو بوټو او ګلانو د شتون له وجې ځانګړی نوم او خوند لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1mqie2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته