دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 217838
ولسمشر غني د پخواني سناتور محمد حسن هوتک وژنه وغندله
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کابل په پنځمه ناحيه کې د پخواني سناتور او د ولسمشر د ستر سلاکار محمد حسن هوتک وژنه غندلې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: سناتور محمد حسن هوتک د زابل مخور مشر او د هیواد رښتینی خواخوږی و چې د خپلو ولسونو د ښې استازولۍ ترڅنګ یې تل د خلکو د خیر ښیګڼې او هوساینې لپاره هڅې کولې. د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني اړوندو مسوولینو ته پر محمد حسن هوتک د تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې. ولسمشر غني د محمد حسن هوتک د وژل کېدو له امله د هغه کورنۍ، د زابل خلکو او د هیواد ملي شورا ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي او نوموړي ته يې د لوی الله په دربار کې د فردوس جنت دعا کړې ده. د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د ولسمشر ستر سلاکار محمد حسن هوتک پرون مازديګر ۶ بجې د کابل ولايت د پنځمې ناحيې اړوند قلعه وزير سيمه کې په يوه وسله‌وال بريد کې ووژل شو.
https://avapress.com/vdcexf8wvjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته