دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 217851
د پکتیا په ډنډ پټان کې ۴ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۴ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، چې افغان سرتېرو ته تېره شپه دغه مرګ ژوبله هغه مهال ور واوښته، چې وسله والو طالبانو ددې ولسوالۍ د ډاګ په پوسته برید وکړ.
هغه زیاته کړه: "د څو ساعتونو جګړو وروسته په دې برید کې له بده مرغه دوه پاڅون کوونکي او یو سرحدي پولیس شهیدان شوي او یو پاڅون کوونکی ټپي شوی دی."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiae8vuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته