دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 217857
د نړۍ تر ټولو قیمتي پسه په ۳۳میلونه افغانۍ خرڅ شو
په سکاټلینډ هیواد کې یو پسه یا ګډ د بولۍ پر مهال ۳۶۸۰۰۰پاونډه خرڅ شو، چې له دغو پاونډونو څخه د افغانستان ۳۳۷۰۰۰۰۰ افغانۍ جوړیږي. دغه ګډ د ټکسل په نوم نسل څخه ده چې ډبل ډایمنډ یعنې غبرګ الماس نومیږي، دغه ډبل ډایمنډ پسه په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی ده، ددې پسه عمر شپږ میاشتې وه، خاوند يې چارلي بوډن په نوم د پسونو د کاروبار د اتحادیې یو غړی ده. د ډبل ډایمنډ پسه بیه په لومړي ځل په بولۍ کې لس زره پاونډه څخه پېل شوه، چې په پایله کې د دغه ګډ بيه درې لکه او اته شپيته زره پاونډو ته ورسيده. د ډبل ډایمند په نوم دغه ګډ د پسونو د يوې اتحاديې اړوند، درو مالدارانو د پانګونې په موخه واخیست. دوی هیله مند دي چې له دغه ګډ څخه به د نسل په ډيريدو کې کار واخلي او دې سره به يې کاروبار ښه شي. له دغو درو مالدارانو د جيف ايکن په نوم يوه يې وويل: «کله چې د نسل اخیستو خبره رامنځ ته کيږي بیا نو ډيرو وړو وړو خبرو ته هم بايد پام وشي، لکه ويښتان، رنګ، د سر جوړښت او نور هر څه.» ايکن زیاته کړه: «موږ د دې له پاره چې ځانګړي جينونه مو ترلاسه کړي وي، بیه مو دومره لوړه کړه.» دا په داسې حال کې ده چې په حاضر وخت کې د پسونو په کاروبار کې دخيل خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او په داسې يو وضعيت کې ډير لږ مالداران پيدا کيږي چې د يو ګډ د اخیستلو له پاره د دومره ډيرو پيسو توان ولري. تر دې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې يو ګډ په ۲۳۰۰۰۰ پاونډه خرڅ شوی وو، خو دا ځل په ۳۶۸ زره پاونډه د دغه ګډ خرڅيدل نړيوال ريکارډ هم مات کړ. د «ټيکسل» په نوم د ګډانو دغه نسل د هالند هیواد د ټکسل جزيرې څخه دی. د دغو پسونو اړوند اتحادیه وايي، په عام ډول د دغه نسل یو ګډ، د نسل اخیستنې په موخه تر سلونو زره يورو پورې خرڅيږي. د ټیکسل پسونو د غوښې په اړه ویل کیږي چې ډیره خوږه غوښه لري.
https://avapress.com/vdcfted0ew6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته