دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 217858
کابل کې د عاشورا په ورځ ۴۰۰ زره سي سي وینه را ټوله شوې
د عامې روغتیا وزارت وایي، کابل کې د عاشورا په ورځ تر ۴۰۰ زره سي سي زیاته وینه را ټوله شوې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د عاشورا په ورځ د وینې راټولونې کمپاین په پایله کې یوازې په مرکز کابل کې ۴۱۵ زره او ۵۰۰ سي سي وینه را ټوله شوې ده. دغه کمپاین په تکیه‌خانو، جوماتونو، د وینې بانکونو، روغتونونو او د کابل ښار په مختلیفو برخو کې ترسره شوی. دغه راز په کندهار ولایت کې هم د یادې ورځې په درنښت اهل تشیع هیوادوالو د دغه ولایت میرویس روغتون ته ۱۹۳ زره سي سي وینه ورکړې ده. د یادونې ده چې د عاشورا د ورځې مراسم سږ کال د سختو امنیتي تدابیرو سره د امن په فضار کې ترسره شوو.
https://avapress.com/vdcgnu9x7ak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته