ولسمشرغني نن له غرمې مخکې د محمد امین نور کمپنۍ د موټرونو او افغان پاور بټریو بېلابېلو نمونو لیدنه کړې.
له لسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یادې کمپنۍ مسوول ولسمشرغني ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دوی لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټرونه تولیدوي چې تر ۴۵۰ کیلو ګرام پورې وزن لېږدولی شي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه وویل، د دغو موټرونو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، مګر د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هیواد کې ترسره کېږي او د دولت دملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي.