کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د ایران سوداګریز دهلیزونو رامنځته شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1399 ساعت 9:27

د افغانستان له لارې د ایران او منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ دوه مهم سوداګریز دهلیزونه رامنځته شوي او تمه ده، چې په سیمه کې د سوداګریزو هڅو ته د پام وړ وده ورکړ شي.


د ایران د ګمرکونو ویاند روح الله لطیفي ویلي، چې دغه دوه دهلیزونه د قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران KTAI او د ایران، افغانستان او ازبکستان دهلیزونه دي.
لطیفي دا هم ویلي، چې د دغو دهلیزونو د جوړولو موخه د ایران له پولو سوداګري پیاوړې کول دي.
د ایران د ګمرک ادارې زیاته کړې، چې په سویلي عباس بندر ښار کې د شهید راجايي له بندر څخه د مالونو ډکې دوه کښتۍ د ایران – افغانستان – ازبکستان دهلیز له لارې ازبکستان ته استول شوي دي.
د ایران د ګمرک د دفتر مشر مصطفی آیتي څرګنده کړې، چې د KTAI ځمکنۍ لار د جولای په وروستیو کې بریالۍ پرانستل شوه.
آیتي زیاته کړې؛ د TIR کنوانسیون د اصولو له مخې دا لار د مرکزي آسیا هېوادونو ته لنډه او د ټیټ لګښت لرونکې لار ده او د افغانستان له لارې د ترانزیت دهلېزونو پراختیا د نړیوالو بنسټونو او د ایران د حکومت لخوا حمایه کیږي.
هغه دا هم ویلي، چې ټولې خواوې د دې برخې پراختیا ورکولو ته ژمن دي.
نوموړي څرګنده کړې: د دغو دهلیزونو ازمایښتي پرانسته ښیي؛ افغانستان هوډ لري، چې په خپله خاوره کې ترانزیت ته وده او پراختیا ورکړي او د مرکزي آسیا هېوادونه له سویلي اوبو او چابهار سره ونښلوي.
تهران تایمز راپور ورکړي، چې د جولای پر ۲۶ ایران په لومړي ځل د شهید راجايي له بندره د مالونو دوه ټولګې بار د KTAI دهلېز له لارې قرغزستان ته واستول.
دغه دهلیز د آریکا IRICA لخوا د نړیوال ځمکني ترانسپورت ټولنې (IRU) او د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په همکارۍ د TIR کنوانسیون لاندې جوړ شو.


د مطلب کود: 217907

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217907/د-افغانستان-له-لارې-مرکزي-آسیا-ته-ایران-سوداګریز-دهلیزونو-رامنځته-شول

آوا
  https://www.avapress.com