دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 217926
اوچا: افغانستان لا هم د کرونا وبا د خپرېدو له ګواښ سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وایي افغانستان لا هم د کرونا وبا د خپرېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
دغې ادارې پرون وویل چې تر ټولو زیانمنونکې سیمې له پاکستان او ایران سره پولې دي چې خلک بې‌کنټروله پرې تګ راتګ کوي.
د دوی په باور، روغتیایي کارکوونکي سرحدي سیمو کې ولاړ وي، خو د معایناتو پوره امکانات او ان د ځان د خوندیتوب بشپړ وسایل نه‌لري.
په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې څه باندې ۳۸ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې شااوخوا ۲۹ زره بېرته رغېدلي دي.
اوچا دغه اندېښنه داسې مهال ښيي چې د عامې روغتیا مسؤلین وایي، افغانستان کې د کرونا پېښې د پام وړ ټیټې کچې ته راغلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccimqie2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته