دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 217954
دغه ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کورونا ویروس د مخنیوي کمېټې او د روغتیا وزارت د لارښوونو پر اساس یې له تېرې ورځې راهیسې ټولو ورزشي مرکزونو ته د فعالیتونو پیلېدو اجازه ورکړه. په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ورزش پر مهال دې روغتیایي لارښوونو ته پوره پام وشي او د نندارچیانو د شتون مخه دې ونیول شي. یاده دې وي چې کابو پنځه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله ورزشي فعالیتونه بند او ټول مرکزونه یې وتړل شول.
https://avapress.com/vdcdk50xoyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته