د بهادري په خبره، پژواک خبري اژانس تېر کال د وخت د صنعت او سوداګرۍ وزير اجمل احمدي د پېژندپاڼې په تړاو د احصايي او معلوماتو له ملي ادارې معلومات غوښتي وو خو دې اداري معلومات نه دي ورکړي.
بهادري زياته کړه، دغه راز د اطلاعات روز ورځپاڼې له دفاع وزارت د دغه وزارت د ۸ تدارکاتي پروژو د قراردادونو په تړاو معلومات غوښتي وو، خو دې وزارت معلومات نه دي ورکړي. دغه شکايت هم يو کال مخکې اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسيون کې ثبت شوی وو.
بهادري وړاندې وويل، د قانون له مخې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مکتوبونه او فیصلې يادو دوو بنسټونو ته لېږل شوې تر څو يادو شکايتونو ته رسېدنه وشی، خو پام ورته نه دی شوی.
د نوموړي په خبره، بالاخره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون پرېکړه وکړه چې د دې دوو چارواکو د تلې مياشتې معاش دې وګرځول شي.
بهادري له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دې اطلاعاتو د ورکړې تر څنګ دې په اوو کاري ورځو کې اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسيون ته د دې پرېکړه د عملي کېدو په تړاو ډاډ ورکړل شي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رئيس خبرداری ورکړ که بيا هم د دوی پرېکړو ته درناوی ونه شي او عملي نه شي د دې کمېسيون له نورو قانونو واکونو به ګټه واخيستل شي.
بهادري زياته کړه له يو شمېر نورو ادارو هم ورته شکايتونه شوي وو خو دې ادارو اطلاعات ورکړل او د معلوماتو د غوښتونکو رضايت يې ترلاسه کړ.
بهادري وويل، يو شمېرې نورې ادارې هم شته چې له خبريالانو سره د چلند او د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې جدي ستونزې لري.
نوموړي وويل چې ډېر ژر به د دغه ادارو نوملړ خپور کړي.
خبريالان ډېری وخت شکايتونه کوي چې دولتي ادارې پر وخت معلومات نه ورکوي.