دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۶:۵۸
د مطلب کود : 217995
په فاریاب کې د قیصار ولسوالۍ پخوانی قومندان نظام الدین قیصاري له دولتي چارواکو سره د لیدنو په موخه کابل ته راغلی دی. نهه مېاشتې وړاندي حکومتي ځواکونو په بلخ کې د قیصاري پر کور د عملیاتو پر مهال د هغه لس ساتوونکي ووژل او یادو عملیاتو کې ۲پولیس سرتېري هم ټپیان شوي وو، خو اوس هغه وايي چې په ​​یوې پوځي الوتکه کې کابل ته راغلی او د هېڅ عدلي او قضايي ارګان تر تعقیب لاندې نه دی. ښاغلی قیصاري وايي که چېرې حکومت په ​​شمالي ولایتونو کې ولسي خلکو ته د وسلو وېشلو ګام پورته کړي، دی به يي ملاتړ وکړي. افغان خواکونه په ځانګړو تابیاوو او له چورلکو نه په کار اخیستو ۱۳۹۸ لمریز کال په ليندۍ میاشت کې په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات ترسره کړل؛ هغه مهال د بلخ پولیسو ویلي وو چې د بلخ محکمې د قیصاري د نیولو حکم صادر کړی دی. خو له دې پېښې نه د نهو میاشتو په تېرېدو سره قیصاري وایي چې په پوځي چورلکه کې یې کابل ته سفر کړی دی او تر تعقیب لاندې نه دی. د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان نظام الدین قیصاري وايي:«هر ولایت ته تلای شم ښايي پروان، چاریکار، پنجشېر، بغلان، تخار، او بدخشان ته ولاړ شم.» د قیصاري د نیولو لپاره دا عملیات بې پایلې وو، خو په بلخ کې له امنیتي چارواکو پرته په کابل کې چارواکو د دغو عملیاتو د څرنګوالي په تړاو رسنیو ته څه ونه ویل. اوس مهال دی وایي راغلی چې د هېواد د شمال ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو له مرکزي حکومت سره خبرې وکړي. ښاغلي قیصاري څرګنده کړه:«شمال او شمال ختیځ ته دې پاملرنه وکړي چې وضعیت ښه نه دی که چېرې وغواړي زه د یوه عسکر په توګه ورسره همکاري کوم او د طالبانو په وړاندې درېږم.» نظام الدین قیصاري وایي چې که حکومت د هېواد په شمالي ولایتونو کې د امنیت د ټينګښت لپاره ولسي ځواکونه رامنځته کړي؛ دی ترې ملاتړ کوي . هغه وویل:«که چېرې حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا ملاتړ وکړي زه چمتو یم او له دې کاره ملاتړ کوم.» د سیاسي چارو کارپوه فرهاد هاشمي هم وايي:«تر هغې چې د دوی پلوی نه دی، خو کله چې د دوی پلوی وي په حقیقت کې قومندانان، د واک جزیرې، زورواکي دوی ټول هغه کسان کېږي. چې بیا مخکینۍ ستونزې هېڅ نه شمېرل کېږي.» د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نظام الدین قیصاري او عبدالرشید دوستم ته یو له نژدې کسانو شاوخوا دوه کاله وړاندې د بشري قوانینو د نقض او د نامسووله وسله والو د لرلو په تور ونېوه او کابل ته راوړ. د نوموړي نېول کیدل د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د هغه د پلویانو له شل ورځنیو اعتراضونو سره مخ شوي وو.
https://avapress.com/vdci3yarwt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته