دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 218007
بلخ کې څه باندې درې زره مېرمنې کرکېله کوي
په بلخ ولايت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې څه باندې درې زره مېرمنو ته په کروندو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه مېرمنې په هغو کورنیو باغچو کې کار کوي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورته جوړې شوي دي. دغه راز د کرنې وزارت دغو مېرمنو ته د بېلابېلو سبو د کرکېلي، پالنې او حاصل ټولولو لارې چارې ښودلي دي.
دغه مېرمنې چې تر دې وړاندې د کاري فرصتونو له نه شتونه کړېدې اوس د خپلو کورنیو د نارینه‌وو ترڅنګ د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي او د خپلو کورنیو د اقتصادي ودې په پار هلې ځلې کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي. دغه راز ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې په بېلابېلو سایزونو ګلخونې او د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي دي.
د بلخ ولایت یوشمېر کروندګرې مېرمنې ددې ولایت نورو ولسوالیو کې هم مېرمنو لپاره د کرنې وزارت د لا ډېرو مرستو غوښتونکې دي.
دوی وایي، یوه لاره چې تر دې دمه مېرمنې توانېدلي دي، چې د خپلو کورنیو د نارینه‌وو ترڅنګ په خپل ژوند کې مثبت بدلون ایجاد کړي په کرونده او د کورنیو باغچو په برخه کې کار کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه «NHLP» تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې زرګونو نورو مېرمنو ته هم ورته چوپړونه وړاندې کړي دي، چې ښې لاسته راوړنې هم لري.
https://avapress.com/vdcdzj0x5yt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته