کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فرانسوۍ مجلې بيا د حضرت محمد (ص) کارتوني انځورونه خپاره کړل

12 سنبله 1399 ساعت 12:05

فرانسوۍ طنزیه مجلې چارلي هیبدو یو ځل بیا د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) کارتوني انځورونه خپاره کړي دي.

فرانسوۍ طنزیه مجلې چارلي هیبدو په تازه ګڼه کې د مجلې پر پښتۍ د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) ۱۲ کارتوني انځورونه خپاره کړي دي.

د دغې مجلې په سرليکنه کې راغلي:

قانون موږ ته د دې انځورونو خپرولو اجازه راکوي، خو موږ تل غوښتل چې د بیا خپرولو لپاره یې باید یو پوخ دلیل موجود وي موږ مخکې هم د انځورونو له خپرولو انکار کاوه، خو هغه په دې معنا نه چې دا کار منع وي.

دغې فرانسوۍ مجلې په ۲۰۱۵ کال کې هم ورته انځورونه خپاره کړي وو، خو تر خپرېدو څو ورځې وروسته د دې مجلې پر کارکوونکو برید وشو چې د یو شمېر کارتونیستانو په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل شول.

ټاکل شوې نن پاریس ښار کې د هغه برید په تړاو ۱۴ کسان محکمې ته وړاندې شي پر دوی تور دی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې له دوو اصلي برید ګرو سره همکاري کړې وه.



د مطلب کود: 218019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218019/فرانسوۍ-مجلې-بيا-د-حضرت-محمد-ص-کارتوني-انځورونه-خپاره-کړل

آوا
  https://www.avapress.com