د قوانينو کمېټې پرېکړه کړې چې د ښځې له رضايت او د محکمې له هممهاله حکم پرته د بکارت پردې ازمويل جواز نه لري او د دې کار عامل په بند محکومېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم معاونيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کابينې د قوانينو کمېټې ځانګړې ناسته د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه او د هېواد د جزا کوډ کې د بکارت پردې ازمويلو اړوند مادې د تعديل پر طرحه بحث وشو.