ترکیې له افغانستان سره خپل پروازونه د یوې میاشتې لپاره ځنډولي دي.
د افغانستان د ملکي او هوایي جلند ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ترکیې هیواد پرېکړه کړې چې له افغانستان سره به خپل پروازونه د روان کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې ځنډوي.
خبرپاڼه لیکي، دغه پروازونه د کرونا وایروس د پراختیا له کبله ځنډول شوی دي.
په ورته وخت کې د ترکیې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي، دوی لا هم د دغه وایروس د پراختیا له وېرې له افغانستان سره د پروازونو د پیل لپاره اجازه نه ده ورکړې.