د اسیا پراختیا بانک د افغانستان روغتیا برخې سره له ۲۳ میلیون ډالرو ډېره مرسته کوي.
د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې دغه مرسته افغانستان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په چوکاټ کې کیږي.
ټاکل شوې دغو مرستو کې د روغتیايي توکو اخیستو ترڅنګ له لسو ډېر روغتونونه بیا ورغول شي.
کابل کې د یاد بانک رییس، نرندر سنګرو وايي:«موږ افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درېیو سندونو لاسلیک سره د یوه تاریخي ګام شاهدان یوو، چې دغه کار د روغتیايي برخې ښه والي او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دی. له دې سره موږ ځینو روغتونو بیا رغونې لپاره مرسته کوو.»
د اسیا پراختیايي بانک مسوولین له افغانستان سره پر لا ډېر مرستو ټینګار کوي.