کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: تخنيکي ډلې تر دې مهاله د بنديانو خوشي کېدل نه دی تاييد کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1399 ساعت 9:11

په دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر وايي، تر دې مهاله د دوی تخنيکي ډلې د افغان حکومت له لوري د ټولو بنديانو خوشي کېدل نه دي تاييد کړي او کله چې دغه چاره ترسره شي، د بين‌الافغاني خبرو د پيل نېټه اعلانېږي.


د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي چې د دوی مذاکراتي پلاوی بشپړ شوی او دوی يوازې دې ته انتظار باسي چې تخنيکي ډله د افغان حکومت له لوري د ټولو طالب بنديانو خوشي کېدل تاييد کړي.
تر دې وړاندې يو شمېر بهرنيو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړي تر اوسه هم پاکستان کې دي او تر دې مهاله نه دي توانېدلي د قطر ويزې ترلاسه کړي، خو د طالبانو دغه چارواکي دا ګنګوسې رد کړي او ټينګار يې کړی چې د دوی مذاکراتي پلاوی د خبرو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
ټاکل شوې وه، پرون د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي خو دغه سفر يو ځل بيا ځنډېدلی او طالبانو ويلي لومړی بايد د دوی تخنيکي ډله د ټولو طالب بنديانو خوشي کېدل تاييد کړي او وروسته به د بين‌الافغاني خبرو د پيل نېټه اعلانېږي.


د مطلب کود: 218155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218155/طالبان-تخنيکي-ډلې-تر-دې-مهاله-د-بنديانو-خوشي-کېدل-نه-دی-تاييد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com