کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: د اړتیا صورت کې د اساسي قانون تعدیل ممکن دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1399 ساعت 9:31

عبدالله عبدالله وایي، که په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشي د افغانستان دولت او ولس تیار دي چې هغه ومني.


د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که له طالبانو سره په بین الافغاني مذاکراتو کې د اساسي قانون پر تعدیل توافق وشو د افغانستان خلک او افغان حکومت به دا پرېکړه ومني ترڅو په دې توګه هیواد ته دایمي سوله راشي.
نوموړي دغه راز ویلي، له طالبانو سره به په مذاکراتو کې لومړی بخث دایمي اوربند وي ترڅو پر نورو موضوعاتو د بحث کولو لپاره د بارو فضا رامنځته شي.
عبدالله زیاته کړې، بین الافغاني مذاکرات به پېچلي پړاوونه ولري او په خبره یې ممکن دغه مذاکرات په څو مرحلو کې ترسره شي.
نوموړي ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه‌توب لپاره ډېرو هیوادونو چمتووالی ښودلی وو خو د اوس لپاره قطرهیواد غوره شوی.
عبدالله عبدالله دا هم ویلي چې مرکچې پلاوي ته یې لارښونه کړې تر څو له طالبانو سره په خبرو کې له جمهوریت، ارزښتونو او د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنو په کلکه دفاع وکړي.
ویل کېږي د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله به هم د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي د پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر کړی وای خو دغه سفر بیا ځنډېدلی او لامل یې د طالبانو د پلاوي نه بشپړېدل ښودل شوی.


د مطلب کود: 218158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218158/عبدالله-د-اړتیا-صورت-کې-اساسي-قانون-تعدیل-ممکن-دی

آوا
  https://www.avapress.com