دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 218160
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله قطر ته سفر کوي
د سولې وزارت ته نېږدې سرچېنې وایي ټاکل شوې چې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د خپل منځي خبرو پیل لپاره قطر هېواد ته سفر وکړي. سرچېنه زیاتوي د بین الافغاني خبرو لپاره افغان مرکچي پلاوی هم بشپړ چمتو ته او تمه شته چې نن یا سبا دغه پلاوی قطر ته سفر وکړي. د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي بیا وایي ممکن نن شنبې ورځ قطر ته ولاړ شي. په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي له ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یې تر اوسه د بین الافغاني خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکلې، خو ډاډ ورکوي چې د یادو ستونزو له حل وروسته به د خبرو لپاره یوه نېټه په ډاګه کړي. د افغان مرکچي پلاوي لپاره معصوم ستانکزی په بین الافغاني خبرو کې مش افغان حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزي په مشرۍ او د پنځو مېرمنو په ګډون ۲۱کسیز پلاوي د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی. بل لور ته طالبانو هم د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ۲۱کسیز پلاوی د خبرو لپاره ټاکلی دی.
https://avapress.com/vdcd9j0xzyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته