محسن داوړ پرون له اسلاماباد د کويټې هوايي ډګر ته ورسېد او کله يې چې غوښتل له هوايي ډګر بهر شي، د پوليسو له لوري اجازه ور نه کړل شوه او وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزير وويل، د امنيتي ګواښونو له کبله نوموړی يوه خوندي ځای ته لېږدول شوی.
خو دې چارې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين غوسه کړ او نوموړي خبرداری ورکړ که تر شنبه محسن داوړ خوشي نه شي، دوی به سختې پرېکړې وکړي.
د جولای پر ۲۹مه د بلوچستان یوې محکمې دې ايالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو پارلماني غړو محسن دوړ او علي وزیر د ۹۰ ورځو لپاره د ورتګ بندیزونه لګولي وو.
د پښتونژغورنې غورځنګ يوه غړي ويلي، محسن داوړ غوښتل د هغې کورنۍ له غړو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې يې دوه کسان د نامعلومو وسلهوالو په ډزو ووژل شول او د دې تر څنګ هغه غوښتل د يو شمېر ورکو شوو کسانو له کورنیو سره هم وګوري.