افغان چارواکي خبر ورکوي چې نن شنبې ورځ د تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره پرانیستل کېږي. پرون په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت یوه استازي پر فېسبوک ولیکل چې د تورخم دروازه به د یوې ورځې لپاره د سېپټمبر په ۵مه نېټه پرانیستل شي. ده ویلي هغه پاکستانیان به هم چې په افغانستان کې دي، د تورخم پر لار خپل هېواد ته د تېرېدو اجازه لري. پاکستان حکومت د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تورخم لار د تګ راتګ پر وړاندې وتړله چې له کبله یې دواړو خواوو ته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شول. دا دروازه داسې مهال پرانیستل کېږي چې د پنجشنبې ورځ د افغان او پاکستانو ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه او له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.