د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف خوست ولایت په سفر روان شو. له دې شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا نن سهار د ښې حکومتدارۍ او امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف یاد ولایت ته سفر وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه سفر کې به د ملي امنیت سلاکار، د خوست ولایت له ملکي او نظامي مسئولینو، مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو سره په جلا جلا توګه لیدنې وکړي.