دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 218173
د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کړې
د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۲۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د اسیا پراختیایي بانک د پنجشنبې په ورځ له افغان حکومت سره د روغتیا په برخه کې د۲۳ میلیونه ډالره مرستې کولو هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دغه بانک افغانستان کې د ۱۵ روغتونونه رغوي. د یادو مرستو هوکړه د پنجشنبې په ورځ د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان څانګې مشر نرندر سینګرو او د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني ترمنځ لاسلیک شوه. د دغه بانک د افغانستان څانګې مشر نرندر سنګرو وایي، د دې مرستو پر مټ به د روغتیایي توکو ترڅنګ په افغانستان کې ۱۵ روغتونونه بیا ورغول شي چې له ډلې به یې د ۱۰ روغتونونو د بیا رغولو چارې په نېږدې راتلونکې کې پیل شي. هغه دغه راز ویلي، یادې مرستې له افغانستان سره د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه کېږي.
https://avapress.com/vdchq6nix23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته