لیونل مسي تېره ورځ له یوې انټرنیټي خپرونې (ګول) سره په مرکه کې ویلي، د بارسلونا لوبډلې سره په کړي قرار داد کې د یو بند پر سر مخالفت لري خو نه غواړي چې په حقوقي لانجه کې ځان ښکېل کړي له دې کبله یو کال نور هم په دغه لوبډله کې لوبه کوي.
د فوټبال دغه نامتو ستوري د تېرې سې شنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې ته ویلي و چې نه غواړي نور له دې لوبډلې سره لوبه وکړي.
د مسي دې پرېکړه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نوموړي د مینوالو غبرګونونه را پارولي و، حتا د ارجنټاین خلکو ترې غوښتې و چې بېرته دې خپل پلرني ټاټوبي ته راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)