دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 218179
راشد، نبي او مجيب شپږيزه کرېکټ ليګ کې نه لوبېږي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن شپږيزه کرېکټ ليګ کې نه لوبېږي او د ويسټ انډيز کرېکټ ليګ له پای ته رسېدو وروسته مخامخ متحده عربي اماراتو ته ځي چې هند غوره ليګ يا ای پي ال کې برخه واخلي.
د کرېک‌انفو په نوم نړيوالې کرېکټ وېبپاڼې د سي پي ال د يوه چارواکي له قوله ويلي، شپږو افغان لوبغاړو ته د افغانستان کرېکټ بورډ اجازه ورکړې چې د ويسټ انډيز کرېکټ ليګ يا سي پی ال تر پايه دغه ليګ کې ولوبېږي.
دې چارواکي ويلي، په سي پي ال کې د افغان لوبغاړو لوبېدل خورا مهم دي او د دغه ليګ په لوبو ډېر اغېز لري. دغه چارواکي له افغان کرېکټ بورډ مننه کړې چې يادو لوبغاړو ته يې اجازه ورکړې تر څو تر پايه د سي پي ال سږني فصل کې ولوبېږي.
اوس مهال راشدخان، محمدنبي، مجيب‌الرحمن، نجيب‌الله ځدراڼ، نوين‌الحق او ظاهرخان د ويسټ انډيز غوره ليګ کې په لوبو بوخت دي.
دغه ليګ د سپټمبر تر ۱۰مې دوام کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کورني کرېکټ شپږيزه ليګ سبا کابل کې پيلېږي.
د دې راپور پر بنسټ نجيب‌الله ځدراڼ، نوين‌الحق او ظاهرخان به د شپږيزې کرېکټ ليګ وروستيو لوبو ته کابل ته راشي خو راشدخان، محمدنبي او مجيب‌الرحمن به مخامخ متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې هلته د هند غوره ليګ کې برخه واخلي.
دوی به شپږ ورځې قرنطين کېږي او وروسته به د ای پي ال په تمرينونو کې برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرېکټ بورډ سرپرست اجرائيه رئيس نظيم‌جار عبدالرحيمزي ويلي وو، افغان لوبغاړي به د شپږيزې تر پيل يوه ورځ وړاندې په چارټر شوې الوتکه کې له ويسټ انډيز لندن او بيا کابل ته راورسېږي.
په دې تړاو مو وغوښتل د کرېکټ بورډ نظر هم ترلاسه کړو، خو په دې چاره ونه توانېدو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5j0xnyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته