دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 218194
سږ کال د پکتیا د مڼو حاصلات دوه برابره ډېر شوي
د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي چې سږ کال د پکتیا ولایت د مڼو حاصلات ۸۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي او دا د تېره کال د مڼو د حاصل د کمیت په پرتله دوه برابره دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼې کې چې نن شنبه (وږی۱۵/سپټمبر۵) خپره شوې راغلي‌ چې بڼوالو ته د اصلاح شویو نیالګیو وېشنه او د یادې مېوې د موثرې کرکېلې په اړه عام پوهاوی پکتیا کې د مڼو د ډېرښت لوی علتونه دي.

که څه هم د افغانستان د مېوو لپاره بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي محدودیت تل د بڼوالو ستونزې بلل شوي دي خو د کرنې وزارت وايي چې د دې ستونزې لپاره یې یو لړ اقدامونه پیل کړي.
اعلامیه ډېروي: "په پام کې ده چې د پکتیا د مڼو ساتلو لپاره سږ کال ۳۳ سړې خونې جوړې شي."
پکتیا د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت ولایت دی چې په ژمي کې سوړ او اوړي کې متعدله اقلیم لري نو ځکه یې مڼې ښه کیفیت لري.
افغانستان کې د پکتیا د مڼو تولید په برخې کې لومړی ولایت دی چې مارلینګ، بیروتۍ، جاپانۍ او ناکي یې د مڼو نامتو ډولونه دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه ولایت پر ۳ زره هکټاره ځمکې باندې د بیلابیلو مېوو بڼوڼه شنه دي چې نیږدې ۱۹ زره بڼونه یې د مڼو دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoanuy49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته