دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 218195
هلمند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي
د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د خرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړوي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» بڼونو د ترویج په پار سږکال په دې ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي، په همدې موخه د خُرما بڼونو جوړولو لپاره د ځمکې جوړولو او اماده کولو چارې پیل شوي دي، چې ډیر ژر به پکې رسماً د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شي. الکو وایي: دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي، د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي. خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
https://avapress.com/vdcb9wb5srhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته