دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 218204
برښنا شرکت وايي، ډېر ژر به له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۱۵۰ میګاواټه برښنا د انتقال بهیر پيل شي.
د افغانستان د برښنا شرکت سلاکار مجتبی هوشمند نن شنبه سپټمبر۵(وږې۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له تاجکستان هیواد سره په دې اړه خبرې شوي دي.
هغه زیاته کړه: "تاجکستان، تېره اونۍ ډاډ راکړ چې د صادراتي برښنا بند کې د ابو سطحه بیرته عادي حالت ته ګرځېدلې ده، او دغه هیواد چمتو دی چې تر څو ۱۵۰ میګاواټه برښنا برته افغانستان ته په کامله توګه انتقال کړي."
شااوخوا یوه میاشت مخکې تاجکستان د برښنا اوبو بند کې د اوبو د سطحې د ټيټوالي له امله افغانستان ته د خپلې صادراتي برښنا کچه ۲۰۰ میګاواټه څخه ۱۵۰ میګاواټه راته ټيټه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېره اونۍ له ازبکستان هیواد سره د برښنا د انتقال لس کلن تړون لاسلیک کړ.
د دې ترڅنګ افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدو.
په افغانستان کې د برښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برښنا نه لري.
بلخوا په افغانستان کې د روانو نا امنو له امله ډېر کله د برښنې مزي او پایې تخریب کیږي.
د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس همدا وړمه ورځ د وارداتي برښنا ۲۲۰ کیلوولټ مزی د پلخمري- سمنګان په مسیر کې د جګړې له امله پرې شوی و.
یاد شرکت ویلي چې دغه پرې شوی مزی د لوړ ولتاژ د کار کوونکو له خوا بیرته ونښلول شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx4qi02bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته