دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 218230
د امریکا متحده ایالات وايي چمتو ده چې د چین او هند ترمنځ د شخړو په هکله منځګړیتوب وکړي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د چین او هند په سرحد کې وضعیت ترینګلی دی او امریکا چمتو ده چې د شخړو په حل کې منځګړیتوب وکړي. هندي او چیني ځواکونه چې نږدې درې میاشې مخکې په سرحدي سیمې لداخ کې مرګونې فېزیکي نښته لرله، تېرو ورځو کې یوځل بیا سره ښکېل شوي دي. د چین او هند په سرحد کې د لداخ سیمه له تېرو اوونیو راهیسې په ځلونو د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې شاهده ده. بیجنګ او نوي ډیلي د سرحدي اختلافونو پر سوله ییز حل ټینګار لرلی دی او ظاهراً، په دې برخه کې د نورو هېوادونو منځګړیتوب یې نه دی منلی. خو د امریکا ولسمشر وايي که چېرې هند او چین وغواړي، په دې برخه کې به منځګړیتوب وکړي. ښاغلي ټرمپ وویل:«د سرحد وضعیت ډېر ترینګلی دی. موږ چمتو یوو چې په دې برخه کې له چین او هند سره مرسته وکړو. که چېرې کوم کار وکړای شو، خوشحاله کېږو چې له هغی سره مرسته وکړو. به دې برخه کې له دواړو هېوادونو سره خبرې کوو.» ډونلډ ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چین پر هند زورواکي کوي، وايي:«هیله ده چې دا ډول نه وي؛ خو ښايي په همدې لار ولاړ شي. چین په دې برخه کې تر هغه بریده ځواکمن پر مخ ځي چې خلک نه پوهېږي.» کابو درې میاشتې مخکې د هند او چین ترمنځ د سرحدي نښتو له امله ۲۰ هندي سرتېري وول شول؛ خو چین د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې به هکله څه ونه ویل. دواړه هېوادونه د دوو سترو سیمو او ځينو کوچنیو سرحدي سیمو پر سر اختلاف لري. په ۱۹۶۲زیږدیز کال کې، دواړو لوریو اوربند وکړ او هوکړې ته ورسېدل چې د خونړیو جګړو د مخنیوي لپاره په سرحد کې د ګرمو وسلو له کارونې ډډه وکړي.
https://avapress.com/vdcbfwb5grhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته