کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان کې لوبغاړي وايي حکومت مو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه کوي

16 سنبله 1399 ساعت 9:23

مسولين هم دغه ستونزې مني خو پړه يې پر مخکنيو چارواکو اچوي. د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې سلګونه ځوانان هره ورځ يو ځاي راغونډيږي او په يو شګلن لوبغالي کې د کرکټ لوبې کوي. په دغه ولايت کې مېشت لوبغاړي وايي ډېر وخت داسې راځي چې د لوبو پرمهال يې بدن ژوبل کيږي. د دغه لوبغاړو له ډلي يو تن هم شمس الله اطلس وايي د معياري لوبغالي د نه شتون له امله يې يو لاس مات شوی دی. «زما يو لاس په دغه شکلن ميدان کې ماته شو بیا مې د کندهار په چنايي شفاخانې کې درملنه وکړه که موږ ته يو معياري لوبغالی جوړ شي موږ به له دغه ستونزو خلاص شو» په دغه ولايت کې د کرکټ لوبډلو مشران وايي حکومت يې ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او دوی ناهيلې شوي دي.


حاجي شفيع الله رحيمي چې خپله هم د يوې لوبډلې مشري کوي وايي د معياري لوبغالي د نه شتون له امله يې د لوبډلې غړي زيات وخت ژوبل کيږي. هغه غوښتنه کوي چې دوی ته دي يو معياري لوبغالی جوړ شي.  «هره ورځ چې لوبې کېږي يو کس ژوبل کېږي يايې لاس ژوبل شي يايې پښه ژوبله شي موږ د کرکټ بورډ له ادارې څخه غوښتنه کو چې موږ ته يو معیاري لوبغالی  جوړ کړي څو دلته لوبغاړي له شته ستونزو څخه خلاص شي» دارزګان د کرکټ بورډ مشر جمالدين ملت هم دغه ستونزې مني خو پړه يې په دغه ولايت کې د کرکټ بورډ پرمخکنيو چارواکو اچوي. د افغانستان د کرکيټ بورډ د اداري مسولين بیا ژمنه کوي چې راتلونکي کې به د لوبغاړو شته ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک کليد ته وويل چې په روان لمریز کال کې به په دغه ولايت کې د کرکټ يو معياري لوبغالی جوړ کړي. «په دي برخه کې موږ پلان لرو چې په روان لمریز کال کې په ارزګان ولايت کې د کرکيټ يو لوبغالی جوړ کړو» داپه داسې حال کې ده چې ورځ تر بلې په ارزګان کې زيات ځوانان ورزش ته مخه کوي. 


د مطلب کود: 218236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218236/ارزګان-کې-لوبغاړي-وايي-حکومت-مو-ستونزو-ته-هېڅ-پاملرنه-نه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com