کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن د افغانستان شپږيزه کرېکټ ليګ پيلېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سنبله 1399 ساعت 10:05

ټاکل شوې نن د افغانستان کورنی شپږيزه کرېکټ ليګ پيل شي. دغه ليګ به نن له غرمې وروسته د بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو په لوبې سره پيل شي.


تېره شپه د دغه ليګ پرانيستونکي مراسم ترسره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم پکې ګډون کړی وو.
دا د شپږيزه کرېکټ ليګ اووم فصل دی چې شپږ لوبډلې بندامير ښاماران، مس عينک اتلان، سپين غر زمريان، بست ساتونکي، امو نهنګان او کابل بازان پکې برخه لري.
د شپږيزې کرېکټ ليګ اووم پړاو نن د سپټمبر په ۶مه پيلېږي او د ۱۱ ورځو لپاره د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې دوام کوي.
دغه ليګ کې سږ کال د افغان کرېکټ درې مخکښ لوبغاړي راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن په نورو نړيوالو ليګونو کې د بوختیاوو له کبله نه لوبېږي او درې نور نجيب‌الله ځدراڼ، ظاهرخان او نوين‌الحق بيا وروستيو لوبو ته را رسېږي. دوی شپږ واړه دا مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ په لوبو بوخت دي.


د مطلب کود: 218242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218242/نن-د-افغانستان-شپږيزه-کرېکټ-ليګ-پيلېږي

آوا
  https://www.avapress.com