دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 218247
زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی
دا فغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره قطر ته سفر کړی. د امریکا له بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو په موخه د امریکا د هڅو د پر مخ وړلو لپاره قطر ته سفر کړی. په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان خلک د تاوتریخوالي د له منځه تللو او داسې سیاسي توافق لپاره چې جکړه له منځه یوسي اماده دي. په خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان چارواکو غوښتې چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه ورکوي او له دې تاریخي فرصت دې ګټه واخلي. زلمي خلیلزاد په داسې حال کې قطر ته سفر کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه لا هم نه ده معلومه او طالبانو هم د خپل مرکچي پلاوي په ترکیب کې نوي بدلونونه راوستلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د نوي فرمان له مخې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مولوي عبدالحکیم د مذاکراتي پلاوي د مشر، شېر محمد عباس ستانکزی د مرستیال او محمد نعیم وردګ د سیاسي دفتر د نوي ویاند په توګه ټاکل شوي دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې عباس ستانکزی د طالبانو د مذاکراتي پلاوي مشر او سهیل شاهین د سیاسي دفتر ویاند وو.
https://avapress.com/vdcjxoe8auqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته