دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 218248
نن د افغانستان شپږيزه کرېکټ ليګ پيلېږي
د افغانستان کورنی شپږيزه کرېکټ ليګ پيل شي. دغه ليګ به نن له غرمې وروسته د بندامير ښامارانو او مس عينک اتلانو په لوبې سره پيل شي. تېره شپه د دغه ليګ پرانيستونکي مراسم ترسره شول چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم پکې ګډون کړی وو. دا د شپږيزه کرېکټ ليګ اووم فصل دی چې شپږ لوبډلې بندامير ښاماران، مس عينک اتلان، سپين غر زمريان، بست ساتونکي، امو نهنګان او کابل بازان پکې برخه لري. د شپږيزې کرېکټ ليګ اووم پړاو نن د سپټمبر په ۶مه پيلېږي او د ۱۱ ورځو لپاره د سپټمبر تر ۱۷مې نېټې دوام کوي.

دغه ليګ کې سږ کال د افغان کرېکټ درې مخکښ لوبغاړي راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن په نورو نړيوالو ليګونو کې د بوختیاوو له کبله نه لوبېږي او درې نور نجيب‌الله ځدراڼ، ظاهرخان او نوين‌الحق بيا وروستيو لوبو ته را رسېږي. دوی شپږ واړه دا مهال د ويسټ انډيز په غوره ليګ په لوبو بوخت دي.
https://avapress.com/vdcayanua49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته