دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 218295
دیني مدرسو لپاره د دولت ښوونیز نصاب پرانستل شو
د افغانستان د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره دیني مدرسو لپاره ښوونیز نصاب ویشي. چارواکي وايي دا نصاب د افغانستان او نړۍ له نوموتو دیني عالمانو سره په سلا مشوره کې جوړ شوی دی. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د دې نصاب منځپانګه ګټور او له دیني ښوونو سره سم بللې ده. د پوهنې سرپرست وزیرې، رنګینه حمیدي د دې نصاب پرانستغونډه کې وویل چې دغه وزارت د ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۲.۲ میلیون ټوک کتابونه هیواد کې د ننه چمتو کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د هیواد دیني مدرسو لپاره د مشخص ښوونیز نصاب نشتون له امله زیاتې نیوکې شوي دي.

دا باورنه هم وو چې دیني مدرسو کې ښوونیز نصاب کې د مشخصو معیارونو نشتون، هیواد کې د ترهګرۍ سبب کیږي.

رسمی شمیرې ښيي چې همدا اوس افغانستان کې ۲۲۰۰ دیني مدرسې له پوهنې وزارت سره ثبت دي.

خو یوه لویه اندیښنه داده چې د افغانستان یو شمیر سیمو کې چیرته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، نه دولتي ښوونیز نصاب شته او نه د ښوونې پر بهیر څارنه.
https://avapress.com/vdcco4qip2bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته