دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 218328
د ننګرهار د خرماوو کلنی توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي. ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي. ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي. د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي. که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توايد په برخه کې پرځان بسيا شي.
https://avapress.com/vdcj8oe8ouqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته