طارق ارین وایي، افغان امنیتي ځواکونو د شهید اونۍ د لمانځلو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي. دی زیاتوي، افغان سرتیري د هېواد او ښارونو په مختلفو برخو کې ځای پر ځای شوي او هېچاته د عامه نظم د ګډوډولو اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې هر کال په همدغه ورځ د هېواد په مختلفو برخو کې په موټریزو کاروانونو کې سپاره کسان هوایي ډزې کوي چې په پایله کې یې هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي